د کارګرانو نړیواله ورځ د لاریونونو او مظاهرو په ترڅ کې ونمانځل شوه

د مې لومړۍ نېټه د کارګرانو نړیواله ورځ پرون په ټوله نړۍ کې د لاریونونو او مظاهرو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د ترکیې په استانبول ښار کې مظاهره چیانو په داسې حال کې چې د مې د لومړۍ نېټې په مناسبت شعارونه ورسره وو، د تقسیم چوک خواته حرکت وکړ.

پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو شیندلو له ماشینونو څخه کار واخیست.

د رسنیو د راپورونو له مخې چارواکو له ۲۴ زره زیات پولیس او د اوبو شیندلو ۱۲۰ ټانکرونه ښار ته راایستلي وو او هلیکوپټرو په فضا کې ګزمه کوله.

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې شاوخوا ۱۷ زره کسانو په یوه پراخ لاریون کې د کار او کارګر په قانون کې د اصلاحاتو د پلان په وړاندې یې چې لایحه یې د تصویب لپاره سبا پارلمان ته وړاندې کیږي اعتراض وکړ.

اعتراض کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل چې حکومت باید خپل دا قانون بیرته واخلي.

د مسکو په سره ډګر کې لسګونه زره کسانو په هغه لاریون کې برخه واخیسته چې د متحدې روسیې واکمن ګوند جوړ کړی و، خو کیڼ اړخو ګوندونو په مسکو کې جلا غونډې جوړې کړې.

د نړۍ په نورو ښارونو کې هم سږ کال لسګونه زره کسانو د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت په مظاهرو کې د کارګرانو د ژوند د شرایطو د ښیګڼې غوښتنه وکړه.