د عراق په بغداد کې اعتراض کوونکو د پارلمان پر څو غړو حمله وکړه

یوه ورځ وروسته له دې چې د بغداد د مرکز په ډیره امن سیمه کې چې تر سخت څار لاندې ده اعتراض کوونکو پر امنیتي ځواکونو له یرغل وروسته د پارلمان پر څو غړو حمله وکړه، د اعتراضونو تنظیموونکو له مظاهره چیانو غوښتي دي چې له دې ساحې ووځي.

د مظاهرو تنظیموونکو وروسته له هغه د مظاهرو د بندولو پریکړه وکړه چې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د اعتراض کوونکو د نیولو او محاکمې امر وکړ.

د اعتراضونو د تنظیموونکې کمېټې یو ویاند د بغداد له مرکز څخه وویل، مظاهره چیان، د شیعه زیارت کوونکو د هغو مراسمو په درناوي چې ډیر ژر په دې ځای کې ترسره کیږي له یوه قوي دریځه له سیمې څخه وځي او د خپلو غوښتنو د څرګندونو لپاره به بیا راستانه شي.

د عراق د شیعه مذهبي مشر مقتدی صدر پلویانو د شنبې په ورځ وروسته له هغه د پارلمان پر ودانۍ یرغل وکړچې د پارلمان غړو په حکومت کې د اصلاحاتو یوې لایحې ته له رای ورکولو څخه ډډه وکړه.