دانش: د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان دې ژر تصویب شي

د ولسمشر دوهم مرستیال له ولسي جرګې غوښتي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان ژر تر ژره تصویب کړي.

حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر اشرف غني تقنیني فرمان دوه اوونۍ مخکې له یو لړ تعدیلاتو وروسته د پارلماني چارو د وزارت له لارې ملي شورا ته واستاوه.

د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش پرون د پارلماني چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانیستو غونډې ته په وینا کې وویل چې حکومت خپل مسوولیت ترسره کړی او اوس ملي شورا مسوولیت لري چې خپل مسوولیت ترسره کړي.

ښاغلي دانش وویل چې حکومت د پارلماني او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو هوډ کړی او ځکه یې انتخاباتي اصلاحاتو ته د خپلو اجرااتو په سر کې لومړیتوب ورکړی.

د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو انتخابات به د را روانې تلې یا میزان د میاشتې په وروستیو کې ترسره کړي.