بلخ: معلولیت لرونکو ښځو د کارګر نړیواله ورځ ولمانځله

په بلخ ولایت کې د معلولیت لرونکو ښځو انجمن او د سویدڼ کمېټې د معلولو ښځو د لاسي صنایع د نندارتون په جوړولو سره د کارګر له ورځې څخه لمانځنه وکړه.

د یادې ټولنې مسوولانو د معلولیت لرونکو ښځو لاس صنایعو ته د نندارتون په جوړولو سره د کارګر ورځ ولمانځله او وايي چې په هڅه کې دي تر څو معلولیت لرونکي ښځې د انزوا له حالت څخه راووځي او په ټولنیزو فعالیتونو کې یې ونډه پراخه شي.

د معلولیت لرونکو ښځو د ټولنې مشره پروانه صمدي یې په اړه وايي:

"له دې نندارتون څخه زموږ موخه دا ده چې وکولای شو، د معلولیت لرونکو ښځو برخه په ټولنیزو چارو کې پراخه کړو او دوی وهڅو چې په ټولنه کې کار کولو ته تشویق او ترغیب شي د دوی لاسي صنایع عمدتآ خامک دوزي، جامې، دستمالونه او مختلف توکي دي."

مېرمن پروانه وايي چې دوی هڅه کوي ترڅو ګن شمېر ښځې په بازار کې کار کولو ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې پخوا په کراتو د معلولیت لرونکو کسانو د کاري فرصت د نشتون په اړه شکایت کړی دی.