د عراق صدر اعظم د مظاهره چیانو د نیولو امر کړی

د عراق صدراعظم حيدر العبادي نن چارواکو ته دستور ورکړ هغه مظاهره چيان ونيسي او عدالت ته يې راکش کړي چې پرون د بغداد زرغونې يا خوندي ساحې ته داخل شوي وو، پر وکيلانو او امنيتي ځواکونو يې حمله کړې او دولتي تاسيسات يې زيانمن کړي دي.

مظاهره چيانو وروسته له هغې پر دغې ساحې يرغل وروړ چې د پارلمان وکيلانو د حکومت د تشکيل لپاره له رايې اچونې ډډه وکړه.

د شيعه مذهبي مشر مقتدا الصدر ته وفادارو په سلګونو مظاهره چيانو پر زرغونې يا خوندي ساحې يرغل وروړ، د پارلمان وداني او د کابينې اړوندې ودانۍ يې ونيولې.

دوى وايي سياسي اصلاحات غواړي د اداري فساد او کمزوري مديريت په وړاندې د مبارزې غوښتونکي دي.

د مظاهرې يوه ګډوال علي محمد پرون رويټرز اژانس ته وويل:

"خلک د خپل حاکمیت لپاره سم ځای ته راغلي دي، زموږ یوازینۍ روا غوښتنه دا ده چې د دې حکومت ځای دې بې پرې تکنوکرات وزیران ونیسي، موږ اوسنی حکومت او شعارونه یې ردوو."

ګڼو اعتراض کوونکو نن سهار د پارلمان له ودانۍ په وتلو پيل کړى، خو نورو هلته خېمې درولي او ودانۍ ته نږدې يې د کمپ جوړولو لپاره تياري نيولې ده.

د عراق صدراعظم عبادي په هغه اعلاميه کې چې پرون وختي يې خپره کړې، له مظاهره چيانو وغوښتل چې سوله ييز اعتراض دې وکړي.