کارګران: امنیت کار او د خپلو حقوقو خوندیتوب موغوښتنه ده

د افغانستان د خواریکښو ګارګرانو او مزدورانو ټولنه وايي امنیت، کار او د کارګرانو هر اړخیزه حقونه د دوی عمده غوښتنې دي.

د دغې ټولنې رئیس لیاقت عادل نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی په همدې موخه نن د کابل په حضوري چمن کې یوه اعتراضیه غونډه هم وکړه.

هغه زیاته کړه:

"دغه ورځ چې د کارګرانو نړیوال ورځ ده زموږ هدف له دغه راټولونې او لاریون څخه هم همدا و چې موږ امنیت، کار او د کارګرانو هر اړخیزه حقونه غواړو."

ښاغلی عادل وايي، د کار فرماوو نه یې غوښتنه دا ده چې د کار په ساحه کې د کارګرانو د مزد او هر اړخیزو حقونو په برخه کې پاملرنه وکړي.

د مې لومړۍ د کارګر نړیواله ورځ ده چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لماځل کېږي.