د ننګرهار مدني فعالانو د اباسین قاتلینو ته د سزا غوښتنه وکړه

د ننګرهار په لسګونو مدني فعالانو او ځوانانو د اباسین د قتل په غبرګون مظاهره وکړه او د هغه عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

دغه مظاهره چې د یکشنبې په سهار نهه نیمې بجې پيل شوې وه نیم ساعته یې دوام وکړ.

مظاهره چیانو یو پریکړه لیک هم خپور کړ چې په کې د اباسین قاتلینو ته د اعدام سزا غوښتل شوې وه او له امنیتی او کشفي ځواکونو یې و غوښتل چې په هېواد کې د دغه ‌‌‌‌‌‌ډول پېښو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې د انسان تښتوونکو پرضد د خلکو غبرګوونونه هغه مهال سخت را وپارېدل چې په کابل کې د اباسین په نوم یو تنکی ځوان د انسان تښتوونکو لخو په بې رحمانه ‌‌‌‌‌‌ډول ووژل شو.