بلخ کې د ۹ کسانو د وژلو په تور ۸ تنه نیول شوي

د بلخ پولیسو اته تنه وسله وال د نهو کسانو د وژنې په تور نیولي.

د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي چې اته تنه غیر مسؤله وسله وال یې د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د نهو کسانو د وژنې په تور نیولي دي.

ښاغلی قادري وايي چې یاد کسان د دوو زورواکو سیمه ییزو قوماندانانو کسان و چې دوه ورځې مخکې یې پر یو جریب ځمکه شخړه کړې او له دواړو لورو نه نهه کسان وژل شوي او څلور کسه ټپیان دي.

د نوموړي په وینا چې تر څېړنو ورسته به د یادو کسانو دوسیه څارنوالې ته ولېږل شي.