عراق: د بغداد له زرغونې سیمې نه مظاهره چیان ایستل شوي

د عراق صدراعظم حيدر العبادي وايي د بغداد زرغونه يا خوندي سيمه، د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

په دې ساحه کې اعتراض کوونکو مظاهرې وايستلې او ويې نيوله.

عبادي پرون ناوخته په يوه اعلاميه کې له مظاهره چيانو غوښتنه وکړه چې سوله ييز اعتراض دې وکړي او دولتي تاسيساتو ته دې زيان نه اړوي.

ګڼو مظاهره چيانو نن وختي د پارلمان له ودنۍ نه وتل پيل کړل، خو نورو هلته خېمې درولي او ظاهراً ودانۍ ته نږدې د کمپ په ايجادولو يې پيل کړى دى.

پرون وختي د شيعه مذهبي مشر مقتدا الصدر په سلګونو ملاتړو پر زرغونې ساحې يرغل وروړ، ځينو د پارلمان او کابينې اړوندې ودانۍ ونيولې.

د مظاهرې يوه ګډوال علي محمد رويټرز اژانس ته وويل:

"خلک د خپل حاکمیت لپاره سم ځای ته راغلي دي، زموږ یوازینۍ روا غوښتنه دا ده چې د دې حکومت ځای دې بې پرې تکنوکرات وزیران ونیسي، موږ اوسنی حکومت او شعارونه یې ردوو."

امنيتي قواوو په دې خوندي ساحه کې په مظاهره کې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره اوښکي بهوونکي ګاز وکارول او د خبرداري ډزې يې وکړې.

په دې ځاى کې د پارلمان او ګڼو نورو دولتي ادارو ودانۍ شته.

دغه اعتراضونه وروسته له هغې پيل شول چې وکيلانو د حکومت د تشکيل پر سر له رايې اچونې ډډه وکړه.