داعش ډلې په بنګله دېش کې د يوه هندو سړي د وژنې مسؤليت ومانه.
پوليس دا مسئله څېړي چې پرونۍ وژنه ښايي د دغه سړي له هغو تبصرو سره ارتباط ولري چې څلور کاله مخکې يې د حضرت محمد ص پر ضد کړې وې.
د پوليسو يوه مقام وويل چې دوه کسان د دې سړي د خياطۍ دکان ته ورغلل او دى يې د چړو په ګوزارونو مړ کړ.
راپورونه وايي دغه سړي په ٢٠١٢میلادي کال د اسلام د ستر پيغمبر د سپکاوي په تور دوې اوونۍ په زندان کې هم تېرې کړې وې.
بنګله دېش ۱۶۹ مليونه نفوس لري چې ٩٠ فيصده يې مسلمانان دي.