ولسمشر غني وايي د اباسین قاتلان به د خپل عمل سزا وویني

د تښتونکو له خوا د وژل شوي ماشوم اباسین پلار وايي، ولسمشر ورسره ژمنه کړې چې د زوی قاتلان به یې د خپل عمل په سزا ورسېږي.

حاجي عبدالغفور معصوم پرون ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني ورته ټلیفون کړی او ورسره یې غمشریکي کړې ده.

حاجي غفور وايي، ولسمشر راته وویل، زه ستا وکیل یم او تر هغې درسره ولاړ یم چې ستا د زوی قاتلان محاکمه شوي نه وي.

نوموړې وویل ۱۴ کلن زوی یې درې میاشتې مخکې د کارته نو په سیمه کې د سړي تښتونکو یوې ډلې وتښتاوه او درې ورځې مخکې یې ملي امنیت د خاک جبار په ولسوالۍ کې مړی وموند.

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې په دې تړاو یې لږ تر لږه لس کسان نیولې دي.

عامو خلکو له حکومت غوښتي چې د اباسین په قضیه کې دې عدالت پر ځای کړي.