اسټرالیا وايي له افغانستان سره مرستې ته ژمن دی

یوه لوړپوړي اسټرالیايي چارواکي ویلي، هېواد یې له افغانستان سره مرستې او د دې هېواد اقتصادې ودې ته ژمن دی.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دا خبره د اسټرالیا ګورنر جنرال پیترکاستروف پرون په کابل کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې کړې ده.

ولسمشر غني په ارزګان ولایت کې د اسټرالیايي ځواکونو د فعالیت او د افغانستان د ځانګړو ځواکونو په روزنه کې د اسټرالیا د پوځیانو د ونډې له کبله د دې هېواد مننه کړې.

اسټرالیا په افغانستان کې د قاطع ماموریت په چوکاټ کې ۱۷۴ سرتېري لري.

د ناټو په مشرۍ قاطع ماموریت په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پیل شو او هدف یې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکول دي.