شهیم: د وسله والو مخالفینو فعالیتونه له ناکامۍ سره مخ دي

د افغانستان دفاع وزارت یوځل بیا ډاډ ورکړ چې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه له ناکامي سره مخ دي او هغوی د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ځپل شوي دي.

د وسله والو ځواکونو لوی درستیز قدم شاه شهیم نن په کابل کې له یوشمېر امنیتي چارواکو سره په ګډې خبرې غونډه کې وویل چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده:

"له نیکه مرغه تاسې شاهدان يي چې دښمن په بشپړ ډول ماتې خوړلې ده او زیات تلفات ورته اوښتي دي، زموږ ځانګړیو ځواکونو د دښمن په زړه کې عملیات کړي دي."

ښاغلي شهیم همدارنګه وویل چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان حکومت وروستي دریځ د امنیتي ځواکونو او افغان ولس روحیه پياوړې کړې ده.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې د حکومت ورته ادعاوې رد کړي دي.

بل لورته، د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال ولسوال یې له ۷ ملګرو سره نیولی دی.