کندز کې پر روغتون د حملې په اړه د څېړنو پایلې اعلان شوې

د امریکا پوځ په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون د حملې په اړه د خپلو څېړنو پایلې اعلان کړې.

د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ویتل، وویل چې د دوی څېړنو څرګنده کړه چې دا انساني تېروتنه وه او جنګي جنایت نه شي ګڼل کېدای.

د پېښې په تړاو ۱۶عسکرو ته تنبیه لیکونه ورکړشوي دي.

د افغانستانن حکومت په دې اړه د څېړنو د بشپړېدو هرکلی وکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون جمعه وویل چې رپوټ ولسمشر اوباما هم کتلی دی.

جاش ارنست زیاته کړه:

"د تحقیقاتو نتیجه دا ده چې انساني تېروتنه شوې او دا تراژیدي یې پېښه کړې ده."

په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون تېرکال د اکټوبر په درېیمه، د امریکايي ځواکونو په حمله کې لږترلږه ۴۲ تنه ووژل شول.

جنرال وتیل وویل چې د وژل شوو کسانو له کورنیو سره به ۶۰۰۰ ډالر او له زخمیانو سره به ۳۰۰۰ ډالر مرسته ورکړي.

د امریکا حکومت به د دې روغتون د بیارغولو لپاره ۵ نیم میلیون ډالر ولګوي.