"د کندز ټولې ولسوالۍ د افغان پوځ په کنټرول کې دي"

د کندز امنیه قوماندان وايي، د عمري په نوم د وسله والو طالبان عملیات ناکام شوي او د دې ولایت ټولې ولسوالۍ د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي.

جنرال قسیم جنګل باغ وویل، د کندز په چهاردرې او امام صاحب ولسوالیو کې پوځي عملیات روان دي او په لنډ وخت کې به بشپړې تصفیه شي.

ښاغلي جنګل باغ پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې په چهاردره کې په پوځي عملیاتو کې دوسله والو طالبانو څو عمده قوماندانان وژل شوي او ۱۲ تنه یې نیول شوي دي.

د کندز امنیه قوماندان زیاته کړه چې د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم د حکومتي ځواکونو په روانو عملیاتو کې پراخې سیمې نیول شوې دي.