چارواکي: افغان ځواکونو د کندوز چهاردره له وسله والو ونیوله

افغان قواوو د کندز ولايت چهاردره ولسوالۍ چې د سخت دريځو جنګياليو د راټولېدو ځاى ګڼل کېږي، بيا ونيوله.

سيمه ييز چارواکي وايي، د افغانستان خاصو ځواکونو دوی ورځې مخکې په دې ولسوالۍ کې د سخت دريځو وسله والو پرضد عمليات پيل کړي وو.

د افغانستان د وسله والو قوتونو د ځانګړو قطعو د ګډو عملياتو مسوول جنرال امان اله مبین نن خبريالانو ته وويل چې په دغو عملياتو کې څه پاندې ٤٠ وسلوال وژل شوي دي:

"موږ وتوانېدو چهاردره ولسوالي چې د دښمن د راټولېدنې او روزنې مرکز و او هلته يې ځانونو ته ډاډمن مرکز جوړ کړى و، د دوى له موجوديت نه پاکه کړو. په دغو عملياتو کې څه باندې ٤٠ تنه وسلوال وژل شوي او تر ٥٠ زيات نور ټپيان شوي دي."

خو د چهاردرې ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وويل چې د دې ولسوالۍ ځينې برخې لا هم د وسله والو په لاس کې دي.

د کندوز چارواکي وايي، چهاردره، په کندوز ولايت کې د سخت دريځو وسله والو ډلو د قوماندې مهم مرکز و.