یو اسټرالیایې میرمن په افغانستان کې تښتول شوې

د اسټراليا چارواکي وايي، دوى په دې باور دي چې يو تبعه يې په افغانستان کې تښتول شوى دى.

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې جولي بيشپ نن خبريالانو ته وويل، حکومت يې له افغان چارواکو سره کار کوي چې معلومه کړي څه پېښ شوي دي.

خو د بيشپ په وينا، افغان چارواکي فکر کوي چې کاترين جېن ويلسن به تښتول شوې وي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس د ننګرهار د ولايتي شورا د رئيس په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، د اسټراليا دغه تبعه پرون سهار د جلال اباد په ختيځ کې تښتول شوې ده.

تراوسه معلومه نه ده چې اختطاف کوونکي څوک دي او مېرمن جېن ويلسن يې ولې تښتولې ده.

ويلسن له څو کلونو راهيسې په افغانستان کې وه او يوه مرستندويه ټولنه يې درلوده.