"افغانستان او پاکستان باید هر ډول مسایل له یوه بل سره مطرح کړي"

افغان چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان دولتونه باید هر ډول مسایل له یوه بل سره مطرح کړي نه دا چې د کډوالو او سرحدونو په څېر مهم مسایل له یوې تروریستي ډلې سره مطرح شي.

د جمهور رییس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ د حکومت د ویاندویانو په ګډه غونډه کې وویل چې په یادو مسایلو باندې بحث یوازې د دولتونو په واک کې دی.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"د پاکستان له حکومته زموږ تمه دا ده چې له افغانستان سره یې اړیکې د دولت په کچه وي. یعنې امکان نه لري چې هم له افغان دولت سره اړیکه ولري او هم د کډوالۍ او سرحدونو په څېر مسایل له یوې تروریستي ډلې سره حل کړي. دا د افغانستان لپاره هېڅ د منلو وړ خبره نه ده."

افغان چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د افغان طالبانو یو پلاوی له قطر نه پاکستان ته تللی دی.

په قطر کې د طالبانو د غیر رسمي دفتر ویاند محمد نعیم پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په دې سفر کې به په پاکستان کې د کډوالو د ستونزو، سرحدي مسایلو او طالب بندیانو په اړه خبرې وشي.