کیفلنډ: افغان ځواکونه به سږکال ښې بریاوې ولري

په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو ویاند وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوو ته په کتو دغه ځواکونه به سږکال د تېرکال په پرتله ښې بریاوې ولري.

د بهرنیو ځواکونو ویاند امریکایي جنرال چارلز کیفلنډ د ازادي راډيو د حقیقت څه دی له پروګرام سره په ځانګړي مرکې کې وویل چې افغان ځواکونه اوس ښه تجربه لري، د رهبرۍ په کچه یې پراخ اصلاحات راوستی او دغه راز له هوایي تجهیزاتو برخمن دي.

هغه څه چې د ښاغلي کلیفلنډ په خبره افغان ځواکونو پخوا نه درلودل.

نوموړي همدا رنګه په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلو د فعالیتونو یادونه کوي چې په خبره یې امریکایي ځواکونو یې پر وړاندې پراخ هوایې بریدونه کړي او اجازه نه ورکوي چې دغه ډلې افغانستان او یا هم د هغه ګاونډیو ته ګواښ پېښ کړي.

د ازادي راډيو خبریال محمد قسیم سوله مل د قاطع ملاتړ ځواکونو له ویاند څخه د مرکې په سر کې دا پوښتلي چې ایا روان کال به لکه څنګه چې وړاندوینه یې شوې، واقعاً خونړی کال وي؟

نوموړی په ځواب کې وایي:

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟