وزیري: د افغان ځواکونه په ۱۳ ولایتونو کې تهاجمي عملیات لري

د افغانستان امنیتي ځواکونه په ۱۳ ولایتونو کې تهاجمي عملیات لري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"په ۱۳ ولایتونو کې موږ ۱۶ تصفیوي عملیات لرو، یعنې تعرضي عملیات لرو. نتیجې یې ډيرې ښې دي او لاسته راړونې لرو."

د جنرال وزیري په وینا د دې عملیاتو په ترڅ کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د دولت مخالفه وسله والو ته درانه تلفات اوښتي، د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې یو مخالف قوماندان وژل شوی او ۱۲ تنه ژوندي نیول شوي، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو یوه ډیپو له منځه تللې او د زابل په شهر صفا کې د حقاني شبکې یو قوماندان وژل شوی.

طالبانو تر اوسه د دې ادعاو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په تېرو دوو ورځو کې د افغان ځواکونو پنځه تنه وژل شوي دي.