مرتضوي: د تروریزم په وړاندې د ګډې مبارزې اړتیا ده

جمهوري ریاست وایي، که د سیمې مهم هېوادونه له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې برخه واخلي، پرته له شکه به دا مبارزه ښه نتیجه ورکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډيو ته وویل اړتیا ده چې د تروریزم په وړاندې ګډه مبارزه وشي:

"موږ د تروریزم په وړاندې جدي مبارزې سره مخ یو، هر هغه هېواد چې په دې برخه کې د افغانستان ترڅنګ وي له شک پرته به دا مبارزه ګټوره ثابته شي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ازبکستان ولسمشر په دې ورستیو کې ویلي چې روسیه باید دافغانستان د سولې په هڅو کې برخه ولري.

اسلام کریموف پرون په مسکو کې د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره په ګد خبري کنفرانس کې وویل چې له روسیې پرته د افغانستان د کړکېچ د حل په اړه فکر غلط دی.