قادري: له هېواده د پانګې په وتلو سره بېکاري زیاته شوې

د افغانستان د کارګرانو د ټولنې، مسؤلین وایي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یو شمېر افغان پانګوالو هم خپله پانګه له افغانستان څخه ایستلي چې دا کار د ډېرو کسانو د بیرزګاري، سبب شوی.

د دغه ټولنې مشر معروف قادري ازادي راډیو ته وویل چې په هېواد کې، بېروزګاري، د دې سبب شوې چې ډېری ځوانان د هېواد پرېښیدوته اړ شي.

ښاغلي قادري، زیاته کړه چې د بهرنیو ځواکونو مرسته شوي پیسې په سمه توګه نه دي مصرف شوي او په دغه پیسو بنسټیز کارونه نه دي شوي.