"افغانستان کې د ښځو ورزشي پروګرامونه درغلیو ځپلي"

د پراګ مینټور ورځپانې افغانستان ته د چک جمهوریت د صدراعظم بوسلاف سوبوتکا د سفر په اړه لیکنه کړې.

ورځپاڼه د چک د صدراعظم له خولې وايي چې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د چک د سرتېرو په ماموریت کې به ددې کال تر پای پورې کوم بدلون نه راځي.

ورځپاڼه دنوموړي له خولې وړاندې زیاتوي چې په راتلونکو کلونو کې به په افغانستان کې د چک جمهوریت پوځي حضور د افغانستان په اړتیا پورې تړلی وي.

دا مهال په افغانستان کې دوه نیم سوه چکي سرتېري ماموریت ترسره کوي.

د پراګ مینټور ورځپاڼه وايي، د چک جمهوریت په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې له هغو اتو هېوادونو څخه دی چې په دې ماموریت کې تر نورو ډېره برخه لري.

ورځپاڼه وايي، چک جمهوریت هرکال افغانستان ته شپیته میلیونه چکي کرون استوي څو په دې هېواد کې امنیت ښه شي او د کرنې او پوهنې په برخه کې مرسته وکړي.

ورځپاڼه وايي، د چک جمهوریت صدراعظم په کابل کې پر افغان چارواکو ټینګار وکړ چې له اروپايي ټولنې سره دې د کډوالو د بېرته ستنولو تړون لاسلیک کړي، څو هغه افغان کډوال چې په اروپايي ټولنه کې نه دي منل شوي بېرته افغانستان ته ستانه کړی شي.
نیویارک ټایمز:

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځینه ورزشي ټیمونو په برخه کې د پراخو درغلیو په اړه یو تفصیلي راپور خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، دا د لوېدیځ د هغو هڅو چې غواړي په افغانستان کې د ښځو ژوند بهتره کړي یوه څرګنده ناکامي ده.

لیکوال وايي، له څو استثناوو پرته په دې هېواد کې د ښځو ورزشي پروګرامونه درغلیو ځپلي او همدارنګه د هغو محافظه کارو افغانانو له خوا هم کم اهمیته ګڼل شوي چې د لوبو په میدانونو کې د ځوانو ښځو له څرګندیدو سره جوړ نه دي.

ورځپاڼه په یوه برخه کې د ښځینه کرکټ د ټیم لپاره د امریکا د سفارت د څلور نیم سوه زره ډالرو مرستې ته اشاره کوي چې امریکايي چارواکو وروسته له هغې چې پوه شول اصلاً د کرکټ ښځینه ټیم وجود نه لري بېرته واخیستې.

ورځپاڼه وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو سپورټي ټیمونو له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي خو یو یې هم داسې سخت نه دی غورځېدلی لکه د دې هېواد د بایسکل ځغلونکو ښځو ملي ټیم چې دی.

ورځپاڼه وايي، دا ټیم ډېر وستایل شو او په دې برخه کې د دې ټیم په اړه د مستندو فلمونو، راپورونو او په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د یو کتاب خپریدو ته اشاره کوي او وايي چې دا ټیم په دې کال کې د نوبل د سولې جایزې ته هم کاندید شو.

ورځپاڼه د افغانستان د بایسکل ځغلونکو ښځو د ټیم په اړه د شانون ګالپین د هڅو یادونه کوي چې د خپلې "غره پرغره" مرستندویه ادارې له لارې یې دا ټیم تمویلوه.

او د دې ټیم په ملاتړ او ځلولو کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کولې.

نیویاک ټایمزلیکي، تېره میاشت مېرمن ګالپین اعلان وکړ چې نور د افغانستان د بایسکل ځغلونکو ښځو د فیدارسیون ملاتړ نه کوي.

نوموړې د خپلې دې پرېکړې سبب د دې ټیم د اوږدې مودې د روزونکي او د فیدارسیون د مشر حاجي عبدالصادق صادقي له کنټرول وتلی فساد وباله.

مېرمن ګالپین په دې مایوسه وه چې د څلوېښتو بایسکلونو په شمول تحفې چې د سل زرو ډالرو ارزښت یې درلود، د دې د ادارې له خوا دې لوبډلې او ښاغلي صدیقي ته تر سپارل کېدو وروسته غلا شوي دي.

ښاغلي صادقي په دې وروستیو کې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د رئیس محمد ظاهر اغبر له خوا د فیدراسیون له مشرتابه او او د بایسکل ځغلونې د ټیم د روزونکې له دندې لرې شوی دی.

نوموړي د ادارې فسار تر څنګ له دندې څخه د صدیقي د لرې کولو یو سبب ته هم اشاره کړې.

ښاغلي اغبر ادعا کړې چې صادقي پرلپسې درې ځلې د خپلې لوبډلې له درې نجونو سره واده کړی او بیا یې طلاق ورکړی دی.

نیویارک ټایمز ورځپانې د ښاغلي اغبر له خولې ویلي، "نوموړي درې ځلې له درې نجونو سره واده کړی او ټولو نجونو له نوموړي شکایت کاوه."

ښاغلي صادقي چې ۶۲ کلن دی په یوه مرکه کې یې تایید کړې چې درې ځلې یې تر دې مخکې ښځې طلاق کړي او اوس یې له یوې پنځه ویشت کلنې نجلۍ سره واده کړی.

خو دا یې رد کړې چې ګوندې دا نجونې د بایسکل ځغلونې د ټیم غړې وې.