کریموف: روسیه باید د افغان سولې هڅو کې برخه واخلي

د ازبکستان ولسمشر وايي، روسیه باید دافغانستان د سولې په هڅو کې برخه ولري.

اسلام کریموف پرون سې شنبې په مسکو کې د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره په ګد خبري کنفرانس کې وویل چې له روسیې پرته د افغانستان د کړکیچ د حل په اړه فکر غلط دی.

اسلام کریموف زیاته کړه:

"د افغانستان د ستونزې د حل لپاره په هڅو کې د پرمختګ لپاره به مناسبه وي چې دروسیې فدرایسون استازي ور وبلل شي."

کریموف وویل چې روسیې په مرکزي اسیا کې سترې ګټې لري او له دې امله په منځنۍ اسیا کې د روسیې حضور دایمي ګڼي.

ازبکستان او افغانستان د امو دریاب پر امتداد څه باندې ۲۰۰ کیلومتره ګډ سرحد لري.