ناټو د طالبانو د نورو حملو په اړه خبرداری ورکړ

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو ګډې قوماندانۍ له افغانانو غوښتنه کړې چې د مشکوکو کسانو په اړه هر ډول معلومات له پولیسو او عسکرو سره شریک کړي.

د دې قواوو ګډې قوماندانۍ د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو د هغو اتو انتحاري حمله کونکو نومونه خپاره کړي چې د دوی په وینا، د سترو حملو پلان لري.

په افغانستان کې د امریکايي قواوو ویاند فریناندو ایستریلا پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې دا مشکوک کسان غواړي په کابل، پروان، خوست او لوګر کې انتحاري حملې وکړي.

قوماندان ایستریلا د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه خو څرګنده یې کړه چې په دې اړه یې خپل کره استخباراتي معلومات له افغان امنیتي ځواکونو سره هم شریک کړي دي.

د ګډو قواوو په خبرپاڼه کې د ټلیفون څو شمېرې هم اعلان شوې چې که څوک معلومات لري، ټلیفون دې وکړي او له نړیوالو قواوو سره یې شریک کړي.