په بنګله دېش کې د القاعده شبکې وسله والو د همجنسګرایانو د حقونو د مدافع زولحاج منان او د هغه د ملګري د قتل مسئولیت واخیست.
زولحاج منان به بنګله دېش کې د همجنسګرایانو د مجلې "روپ بان" مسئول مدیر و او د امریکا له نړیوالې پراختیايي ادارې سره یې هم کار کړی و.
په بنګله دېش کې د القاعده ملګرې ډلې "انصارالاسلام" ویلي چې د دوشنبې په ورځ یې پر زولحاج منان او د هغه پر ملګرو د دې لپاره حمله وکړه چې همجنسګرایان وواو په دې اړه یې معلومات هم خپرول.
د بنګله دېش صدراعظمې شیخ حسینه تعهد کړی چې د زولحاج منان قاتلان به ونیسي او پر اپوزیسیون ډلو یې تور لګولی چې له وسله والو سره یې لاس یو کړی اوقتلونه کوي.
په وروستیو کې په بنګله دېش کې پر بشري فعالانو، منځ لارو سیاستوالو او بهرنیو وګړو د افراطي اسلامپالو حملې زیاتې شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري دا قتلونه وحشیانه بللي دي.