د عراق پارلمان د کابینې ځینې تغیرات تایید کړل

د عراق پارلمان د صدراعظم حیدر العبادي له لوري په کابینه کې ځیني تغیرات تائید کړل.

په پارلمان کې پرونۍ جنجالي رایګیري د دې لپاره تر فشار لاندې وه چې په بغداد کې خلکو د عراقي شیعه ګانود مشر مقتدا الصدر په لارښوونه، پراخ لاریونونه پیل کړي وو.

د اداري فساد پر ضد د عراقیانو لاریونونه له څو میاشتو راهیسې روان دي څو د اصلاحاتو لپاره پر حکومت فشار راولي او په اداري فساد تورن چارواکي لرې شي.

د عراق د پارلمان ویندوی اسوشیېټید پرس اژانس ته وویل چې د روغتیا، کار او ټولنیزو چارو، اوبو او منابعو، برېښنا، لوړو زده کړو او کلتور وزارتونو لپاره نوې کسان تائید شول.