عمرخېل: حکومت دي د عدام په سزا محکوم طالبان اعدام کړي

یو شمېر افغان مدني فعالان ټینګار کوي چې حکومت باید د انس حقاني په ګډون هغه طالب زندانیان اعدام کړي چې د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

د دغو فعالانو په استازیتوب میروس عمرخېل نن په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل که حکومت یې تر یوې میاشتې غوښتنې ونه مني پراخ اعتراضونه به وکړي:

"زموږ غوښتنه داده که په ریښتیا ولسمشر د ا فغانستان له خلکو سره همدردي لري او دا د افغانستان د ولسي حکومت وي، نو د انس حقاني په ګډون دې دغه تروریستان اعدام کړي."

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ډېر ژر به د هغو طالب زندانیانو د اعدام لړۍ پيل شي چې د هېواد د عدليي او قضايي ارګانونو له لوري د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

افغان ولسمشر تېره ورځ ملي شورا غړو ته په خبرو کې ژمنه وکړه چې په دې باب به د عدليي او قضايي ارګانونو پرېکړې له ځنډ پرته عملي کړي.

بل خوا د افغانستان مشرانو جرګه د وسله والو طالبانو او پاکستان په اړه د حکومت له وروستي دریځ څخه هرکلی وکړ.

د دغې جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار نن د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل په هېواد کې د اعدام د حکم تطبیق له امنیت سره مرسته کولای شي.

په ورته وخت کې یو شمېر سناتوران هم له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غواړي چې له ځنډ پرته باید په اعدام محکوم شوي طالبان اعدام کړي.