"افغانستان ته د A-80 اومو تېلو ورادلو پرېکړه شوې"

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسؤلین وايي چې پرون د امنیت شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه څو افغانستان ته د A-80 اومه تېلو واردات بیا پیل شي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه غونډه کې د مشترک المنافع هېوادونو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد شاکر کارګر، د کانونو او پطروليم وزارت تخنيکي مرستیال، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مسؤلینو او د ملي امنيت د شورا مرستيال ګډون کړى و.

قوقندي وویل چې له خبرو وروسته پرېکړه وشوه چې هېواد ته د A-80 تېلو او د اومو تېلو دواردولو اجازه ورکړى شي.

قوقندي زیاتوي دغه موضوع د وروستي تصميم نيولو لپاره د وزيرانو شورا غوندې ته وړاندې کېږي.

مخکې د افغانستان کابینې د نورمونو د لوړوالي په خاطر هېواد ته د A-80 تېلو پر واردولو بندیز لګولی و .

اوسمهال افغانستان ته نفتي مواد ۹۰ سلنه له بهرنیو هېوادونو څخه راوردېږي.