نن د خلق دیموکراتیک ګوند په مشرۍ د پوځي کودتا ۳۸مه کلیزه ده

نن د ثور اوومه، په افغانستان کې د خلق دیموکراتیک ګوند په مشرۍ د پوځي کودتا اته دیرشمه کلیزه ده.

د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه د خلق ګوند فعالانو چې په پوځ کې یې نفوذ لاره، د ارګ په ګډون پر حکومتي ودانیو برید وکړ او د هېواد لومړنی ولسمشر محمد داوود او د هغه کورنۍ ټول غړي یې ووژل.

د ثور کودتا په افغانستان کې د وروستیو نژدې څلورو لسیزو د ناورین سرچینه ګڼل کېږي ځکه له دې وروسته د خلق ګوند سیاسي او عقیدتي مخالفینو له نظام سره مخالفت او وروسته وسله وال پاڅون پیل کړ.

د خلق ګوند واکمني د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه د مجاهدینو د ۱۴ کلنې جګړې په نتیجه کې پای ته ورسیده، خو دا نېټه په افغانستان کې د جګړې د یوه بل پړاو پیل و چې تر نن پورې روانه ده.