"افغان پوځ د پاکستاني ملېشو توغندیزو بریدونو ته ځواب ورکړی"

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، سرحدي ځواکونو د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ملېشود توغندیزو بریدونو په وړاندې ورته ځواب ورکړی.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستاني ځواکونو له لورې ترسره شوې سرغړونې به د اړوندو ادارو له لورې و څېړل شي.

دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې د شنبې په شپه د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په نارګي سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته وشوه.

ویل کېږي چې په دې نښته کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.