"د کابل خونړی برید د پاکستاني استخباراتو په مرسته شوی"

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د کابل ښار د سې شنبې ورځې خونړۍ حمله د پاکستان د استخباراتي شبکې ای. ایس. ای په مرسته د حقانې شبکې له لورې ترسره شوې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په دې برخه کې څېړنې روانې دي، تاسې پوهیږی چې دا ډېره یوه پیچلې پېښه وه او باید په دې برخه کې تخنیکي څېړنه وشي، یو شی چې معلوم دی هغه دا چې دا حمله حقاني شبکې کړې ده او دا د پاکستان د آی اس آی په مرسته شوې ده."

د تېرې سې شنبې په ورځ د کابل په پل محمود خان سیمه کې یوې خونړۍ انحاري او ډله ییزې حملې نږدې څلور سوه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.