د کندز لپاره د طالبانو پوځي مسؤل قاري سلیم نیول شوی

د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم قوماندان قاري سلیم نیول شوی دی.

په کندز ولایت کې د ملي اردو د پامیر د شلمې فرقې چارواکي وايي چې دغه قوماندان تېره شپه د ملي اردو ځانګړې ځواکونو له خوا د یاد ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې نیول شوی.

دوی وایي چې د دې عملیاتو پرمهال پنځه وسله والو طالبان وژل شوي او د قاري سلیم په ګډون پنځه تنه نور یې نیولي دي.

په کندز کې د ملي اردو د پامیر د شلمې فرقې قوماندان جنرال محي الدین غوري ازادي راډیو ته وویل چې قاري سلیم په کندز کې د وسله والو طالبانو یو مشهور پوځي قوماندان و.

غوري زیاته کړه چې په دې عملیات کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

خو تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي.