"افغان حکومت دې د سولې په اړه د پاکستان په پلمو، نه تیروځي"

د افغان ځوانانو مدني بهیر له حکومته غواړي چې د سولې د پروسې په اړه دې نور د پاکستان په پلمو، نه تیروځي.

د دې بهیرغړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یاد بهیرد فعالیت د پیل په غونډه کې وویل، حکومت دې د سولې د پروسې لپاره یو جدي میکانیزم جوړ کړي.

د سولې د پروسې په اړه، د پاکستان پر نه همکارۍ، د افغانستان ځیني سیاسي کړۍ او د افغان ځوانانو مدني بهیر بې باوره شوی دی.

د دې بهیر غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یاد بهیرد فعالیت د پیل په غونډه کې وویل، سوله د هر افغان هیله ده او حکومت په دې پروسه کې د پاکستان پر پلمو، نه تیروځي.

د افغان ځوانانو د مدني بهیر مشرغورځنګ سیال وویل، حکومت د سولې د پروسې د پرمخ بېولو لپاره یو جدي میکانیزم جوړ کړي.

ښاغلي سیال زیاته کړه:

"موږله همدې ځایه پرحکومت غږ کوو چې د سولې طرح مو غیر عملي ده. هیله ده چې نورد پاکستان په غوړو وعدو او غوړه مالیو تېرنه وځئ. هر څومره چې ژر کیږي له نورو سیاسیونو سره، د سولې نوې لاره ولټوئ او هغه داخلي کړۍ چې د سولې خنډ کیږي، مخه یې ونیسئ."

ښاغلي سیال وویل، حکومت دې د خلکو له غوښتنو سره سم د سولې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

ده تاکید وکړ چې حکومت دې له امریکا سره د امنیتي تړون له موادو سمه ګټه واخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د سولې په پروسه کې د پاکستان په نه همکارۍ انتقادونه کیږي بلکې دا هېواد ډیر ځلي په دې پروسه کې په دوه مخي سیاست او د افغان حکومت د مخالفو وسله والو ډلو په ملاتړ تورن شوی دی.

په ورته وخت د افغان حکومت چارواکي وايي، څیړنې یې ښيي چې پاکستان تر اوسه د سولې په پروسه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د افغان ولسمشرد ویاند مرستیال دواخان مینه پال

د افغان ولسمشرد ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"حکومت د پاکستان ژمنې ارزیابي کوي خو ولیدل شول چې پاکستان تر اوسه په دې برخه کې خپلې ژمني عملي کړي نه دي. ترهغې چې پاکستان کړې ژمنې عملي نه کړي، باور به پرې ونه شي."

سربېره پر دې افغان چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې ترڅو د سیمې په کچه د یوې اجماع په جوړولو سره پر پاکستان زور واچول شي چې د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي او د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

راپور: خان محمد سیند