د ډايکنډي د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محکوم شو

د ډايکنډي ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو رئيس په يو کال او څلورو مياشتو بند محکوم شو.

د ډايکنډي د والي وياند کريم سروش ازادي راډيو ته وويل چې غلام محمد فرزام په اداري فساد کې د لاس درلودلو، د شهيدانو او معلولينو د اړوندو اسنادو په جعل کولو او له دولتي امکاناتو په ناوړه استفادې تورن شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د دايکندي د پوهنې د رئيس او مستوفي په ګډون يوولس دولتي کارکوونکي د څه باندې ١٧ مليونه افغانيو اختلاس په تور څارنوالۍ ته معرفي شول.