د "کاسا زر" پروژې تدارکاتي کارونه بشپړ شوي

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د کاسا زر یا له قرغزستانه پاکستان ته د برښنا د لېږد د پروژې تدارکاتي کارونه بشپړ شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د کار چارې هم پیل شي.

د دغه وزارت ویاند عبدالبصیرعظیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې د دغې پروژې چارې په پروژه کې د شریکو څلور هېوادونو د چارواکو له خوا په تاجکستان کې پيل شي.

تمه ده چې په راتلونکو درېیو اوونیو کې به د کاسا زر پروژې ساختماني کار چې په سیمه کې تر ټولو لویه پروژه بلل کیږي د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې په رسمي ډول پیل شي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند عبدالبصیرعظیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغې پروژې تدراکاتي چارې بشپړې شوي او په پروژه کې د شاملو څلور هېوادو د لوړ پوړو چارواکو له خوا به په مې میاشت کې کار چارې پیل شي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه:

"د کاسا زر پروژې د تدارکاتو پروسه سل په سلو کې بشپړه شوې ده، د روان میلادي کال د مې په ۱۲ مه به د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې د څلور هېوادونو د لوړپوړو پلاوو،له خوا عملاً د دې پروژې ساختماني کار افتتاح کیږي."

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې د دغې پروژې د افتتاح په مراسمو کې به د افغان حکومت په استازیتوب اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره یو ځای د افغانستان د بهرنیو چارو او اوبو او انرژۍ وزراتونو پلاوي هم ګډون وکړي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند وايي چې د کاسا زر پروژه ۱۳۰۰ میګا واټه برېښنا د تاجکستان له لارې افغانستان ته انتقالیږي چې درې سوه میګا واټه برېښنا په افغانستان کې مصرفیږي او ۱۰۰۰ میګا واټه نوره برېښنا د کابل او ننګرهار له لارې پېښورته انتقالیږي.

د دغه افغان چارواکي د معلوماتو پر بنسټ په کاسا زر پروژې باندې یو میلیارډ ډالره لګښت راځي چې د نړیوال بانک، اسلامي پراختیايي بانک، اسیا پراختیایي بانک او د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا ورکول کیږي.

افغانستان به د برېښنا د ترانزیټ له درکه له قرغزستان او پاکستانه په کلني ډول ۴۵ میلیونه ډالره ترلاسه کوي.

د کاسا زر پروژې موافقتنامه په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قرغزستان ترمنځ لاسلیک شوه.

افغانستان به د برېښنا د ترانزیټ له درکه له قرغزستان او پاکستانه په کلني ډول ۴۵ میلیونه ډالره ترلاسه کوي.

په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ د برخې افغان کارپوهان دا پروژه د افغانستان لپاره با اهمیته بولي او وايي چې کولای شي دا پروژه په سیمه او افغانستان کې له امنیت سره مرسته وکړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې څخه فاروق اعظم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په حقیقت کې پاکستان د دغې پروژې له لارې له مرکزي اسیا سره تړل کیږي چې افغانستان یې عبوري لاره جوړیږي، پخوا برعکس پاکستان د افغانستان عبوري لاره وه، نو بناً دا پروژه کولای شي د هېوادونو له امنیت او اقتصاد سره مرسته وکړي."

ښاغلی اعظم زیاتوي اوس به د کاسا زر په پروژه کې دخیل هېوادونه هڅه وکړي چې په افغانستان کې له امنیت سره مرسته وکړي او یاده پروژه له ستونزو پرته عملي شي.

هغه وايي چې دا ډول سیمه ییزو سترو پروژو ته باید په مثبت نظر وکتل شي، ځکه د هغه په وینا دا پروژه ګټوره ده او کولای شي چې دا فغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

راپور: رحمت الله افغان