جرمي: لاهم د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره اوږد مزل پاتې

په افغانستان کې د بریټانیې سفیر ډومینیک جرمي

په افغانستان کې د بریټانیې سفیر وايي، له حکومته د افغانانو د مایوسي په اړه پوهیږي خو پرمختګ دومره ژر هم راتلونکی نه دی.

سفیر ډومینیک جرمي له ازادي راډيو سره په ځانګړي مرکه کې وویل چې لاهم ډېر مزل پاتې دی چې افغانستان سوکالۍ ته ورسیږي خو بریټانیا ژمنه کړې چې له افغانانو او افغان حکومت سره به اوږدمهالې مرستې کوي.

ښاغلي جرمي همدا راز وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره هڅې کړي او که افغان حکومت وغواړي ان د سولې په مستقیمو خبرو کې هم برخه اخلي.

ښاغلي جرمي وایي، په دې پوهیږي چې د ملي یووالي حکومت په ځینو برخو کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او خلک هم ترې مایوسه دي خو د امنیت او سولې ټېنګښت او پرمختګ ډېر وخت نیسي.

ډومینیک جرمي د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په ځانګړي مرکه کې وویل چې په افغانستان کې په تېرو ۱۴کلونو کې ډېر پرمختګونه شوي خو لا هم د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره اوږد مزل پاتې دی.

ښاغلي جرمي زیاته کړه:

"دا مایوسي درک کولای شم چې افغانان یې د ملي وحدت حکومته په ځينو برخو کې د ژمنو د نه عملي کېدو په خاطر لري. هېڅوک هم دا توقع نه شي کولای موږ د بهرني هېواد په توګه او په خپله افغانان چې د دغه هېواد ستونزې په لنډ وخت کې په یوه کال دوه کاله او یا هم د روان حکومت په پنځه کلنه دوره کې نه شي هوارېدلی."

سفیر جرمي زیاته کړه چې افغان حکومت که څه هم په ځینو برخو کې ژمنې نه دي عملي کړي خو بریټانیا ژمنه ده چې د نړیوالې ټولنې ترڅنګ د یوه ستر مرسته کوونکي په توګه خپل دین ادا کړئ.

ډومینیک جرمي همدا راز وویل چې هېواد یې هڅه کوي څو افغانستان او پاکستان په خپلو منځونو کې سره د ستونزو د هواري لپاره کینوي.

ښاغلي جرمي وویل، بریټانیا د افغانستان د جګړې یواځینۍ حل لار سوله بولي او که افغان حکومت لیواله وي چمتو ده چې د سولې په مستقیمو خبرو کې هم ونډه واخلي.

ښاغلي جرمي وویل، بریټانیا د افغانستان د جګړې یواځینۍ حل لار سوله بولي

هغه وویل:

"د جګړې د ختمېدو لپاره د سولې خبرې ډېرې مهمې او یواځینۍ حل لاره ده. که افغان حکومت له موږ وغواړي چې د سولې د خبرو یو فعاله غړی و اوسو موږ به چمتو و اوسو. خو موږ د افغانستان او پاکستان په حکومتونو له خپله نفوذه په دې شکل کار اخلو چې هغوی سره خبرو ته کښېنوو."

ښاغلي جرمي همدا راز وویل چې روان کال به د بروکسل په نړیواله غونډه کې هم له افغانستان سره د تېرو کلونو په څېر مرستې اعلانوي چې طبعاً د افغانستان د پرمختګ لپاره ډېره مرسته کولای شي.

راپور: صفي الله ستانکزی