د ځوانانو ملي بهیر: حکومت دې نور د پاکستان پر ژمنو وفا نه کوي

د افغانستان د ځوانانو ملي بهیر پر حکومت غږ وکړ چې نورد پاکستان په ژمنو وفا ونه کړي.

د دغه بهیر ځوانانو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال که څه هم په افغانستان کې د سولې ټینګښت د ټولو افغانانو مهم غوښتنه وبلله خو په ورته وخت کې د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان پر نه همکارۍ انتقاد وکړ.

دغه ځوانان په داسې حال کې د سولې په برخه کې د حکومت پر پالیسۍ انتقاد کوي چې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې له دې وروسته له طالبانو سره سوله نه بلکې جګړه د حکومت لومړیتوب دی.