په خوست کې د یوه سړک او د ۳۵ ښوونځیو د رغولو کارونه پیل شول

په خوست کې د رغونې د کارونو په ترڅ کې پرون د خوست ښار او د ګربزو ولسوالۍ ترمنځ د اوه کیلومتره سړک د پخولو او د ۳۵ ښوونځیو د رغولو کارونه پیل شول.

چارواکو وویل چې د امریکا د نړېوالې پرمختیایې ادارې په مرسته د خوست او ګربزو ترمنځ پر سړک او یوه پله به درې نیم میلیون ډالر ولګول شي او په یوه کال کې به یې کارونه بشپړ شي.

د ښوونې په برخه کې دغه نوې پروژې بیا د نړېوال بانک او د ښوونې لپاره د نړیوال پروګرام په مالي مرسته پیل شوې.

د خوست د پوهنې ریس بخت ګل بختیار د دغو نوېو پروژو په اړه ازادي راډیو ته وویل چې دغه کارونه به په شپږو میاشتو کې بشپړ شي.

له خوسته د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې په دې ولایت کې له نیمايي زیات ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په بیدیاو کې زده کړې کوي.