د افغانستان د امنيتي وضعيت په باب اندېښنې

سټارس اينډ سټرايپس:

سټارس اينډ سټرايپس امريکايۍ ورځپاڼې په يوه مقاله کې د افغانستان د امنيتي وضعيت په باب پر اندېښنو تمرکز کړى چې ښايي د پرمختيايي پلانونو د ځنډېدو سبب شي.

د ليکنې په پيل کې راغلي: ناټو تېر کال موافقه وکړه چې اته پوځي اډې به چې ارزښت يې ١٠ ملياردو ډالرو ته رسېږي، افغان حکومت ته وسپاري.

خو دوې اډې لا هم د امريکا له دفاع وزارت سره دي، يوه د هرات د شينډنډ او بله د هلمند په ښوراو کې بسشن هوايي اډه.

په ليکنه کې ويل شوي، چې شپږ اډې د افغانستان د هوايي اډو د اقتصادي-پرمختيايي کميسيون ته سپارل شوي دي.

سټارس اينډ سټرايپس ورځپانه زياتوي، دغه کميسيون غواړي دا هوايي اډې د پانګوالو د هڅونې لپاره په تجارتي ساحو بدلې کړي. افغان چارواکي هيله لري چې له دې درکه د ملياردونو ډالرو په ارزښت عوايد ترلاسه کړي او په سلګونو زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

د پلان له مخې به له دغو اډو افغان پوځ استفاده کوي، د ملکي خدماتو لپاره به هم ورڅخه ګټه اخيستل کېږي، تجارتي او د بارونو يا کارګو الوتنې به ورڅخه کېږي او دفترونه به هم په کې وي.

خو دغه امريکايۍ ورځپاڼه ليکي، په پام کې وه د روان ميلادي کال په لومړيو څلورو مياشتو کې دغه هوايي اډې افغانستان ته وسپارل شي، هغه وخت په پام کې وه په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر ٥٥٠٠ ته راکم شي، خو واشنګټن تېر ميلادي کال وويل، چې د ٢٠١٦م کال تر پاى پورې به يې څه باندېنهه زره سرتېري په افغانستان کې پاتې شي او دا مسئله ښايي د دغو اډو د سپارلو د ځنډ سبب شي.

هندوستان ټايمز:

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې هندوستان ټايمز په خپله پرونۍ ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: د افغان طالبانو په برخه کې د پاکستان پر زغم امريکا اندېښنه وښوده.

د مطلب په پيل کې راغلي، د امريکا متحدو ايالتونو د شنبې په ورځ د حقاني شبکې غوندې تروريستي ډلو په مقابل کې د پاکستان د جاري تحمل په باب اندېښنه وښوده او په اسلام اباد کې يې دا مسئله په لوړه کچه له پاکستاني چارواکو سره مطرح کړه.

هندوستان ټايمز ورځپاڼه ليکي، امريکا په داسې حال کې يو وار بيا پر دې مسئلې اندېښنه وښوده چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې يوې وژونکې حمله تر ٧٠ زيات کسان ووژل.

افغان حکومت په دې حمله کې حقاني شبکه په لاس لرلو تورنه کړې او ادعا يې کړې، چې د پاکستان استخبارات د دې شبکې ملاتړ کوي.

دغې هندۍ ورځپاڼې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياندې اليزابت ترودو په حواله ليکلي چې ويلي يې دي:

"د پاکستان پر حکومت فشار راوړو څو د تروريستي ډلو ترمنځ به توپير نه کوي او پر خپل تعهد عمل وکړي."

خو د مېرمن ترودو په وينا، پاکستاني چارواکو يو وار بيا څرګنده کړه، چې دوى به د تروريستي ډلو ترمنځ فرق نه کوي.

هندوستان ټايمز د مطلب په وروستيو کې د جمهوري رياست د مرستيال وياند دواخان مينه پال خبرې هم رااخيستي چې پرون يې امريکا ږغ ته ويلي:

"د حقاني شبکې هېڅ يوه حمله د پاکستان له مرستې پرته ممکنه نه ده او په تېرو ١٤ کلونو کې دا مسئله په وار- وار ثابته شوې هم ده."