مدني فعالان: حکومت دي د ښځو حقونه خوندي کړي

د افغانستان د مدني ټولنو فعالان له حکومت اوعلما شورا نه غواړي تر څو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو نه مخنیوی وکړي.

دوی د شنبې په روځ په کابل کې د خان ولي عادل د تحصن د خېمې تر څنګ د خان ولي عادل نه ملاتړ وکړ او له حکومت او دیني علما نه یې وغوښتل چې په دې برخه کې د چپ پاتې کېدو نه ډډه وکړي.

د مدني ټولنو فعالان له حکومت نه غواړي تر څو د نجونو لپاره د زدکړو زمینه برابره کړي، په بدو کې د نجونو د ورکولو د کلتور مخه ونیسي او هغه کسان مجازات کړي چې خپلي لورګانې پلوري.

په لسګونه تنه مدنې فعالان د شنبې په ورځ د خان ولي عادل د تحصن د خېمې تر څنګ را ټول شوي و او د دغو غوښتنو سره سره یې له خان ولي عادل نه ملاتړ اعلان کړ.

د دغو فعالینو له ډلې یو هم نصرالله دی چې په دې اړه یې پریکړه لیک ولوست:

"موږ ته اطمینان راکړئ چې له دې وروسته یو عالم هم په بدو کې د ورکړل شوې نجلۍ د غیر واقعې نکاح تړل حق نه لري، له ولسمشر نه غواړو هغه کسان چې خپلي لورګانې په بدو کې ورکوی، پلوری یې او یا هم د د هغوی د تعلیم کولو مخه نیسي مجازات کړي."

خان والي عادل د پکتیا ولایت هغه ځوان دی چې د دارلامان په سړک یې د تحصن خېمه وهلې او وایي چې په بدو کې د نجونو ورکولو دود باید له منځه ولاړ شي.

عادل د خپلې کورنۍ پر ضد هم غږ پورته کړی چې په خبره یې کورنۍ یې له یوې بلې کورنۍ څخه د یوه قتل په مقابل کې په بدو کې د نجونو د راوستو په درشل کې ده.

په بدو کې د نجونو ورکول هغه ناوړه کلتور دی چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې شته او دغه فرهنګ په دې وروستیو کې د سختو عکس العملونو سره مخ شوی دی.

دغه مدني فعالان وايي، که حکومت یې غږ وانه وری نو خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.

مدنی فعاله ترنم سعیدي:

"تر هغې چې د خان ولي عادل خبرې عملي نه شي، د هغه غوښتنې وانه ورېدل شي، زموږ تحصن به دوام لري، که په پای کې کوم کار ونه کړي موږ به لاریونونه وکړ او لوی غونډې به جوړي کړو."

یو شمېر مدني فعالان بیا په دیني علماو انتقادونه کوي چې ولې د دا ډول پېښو په وړاندې چپه خوله ناست دي او هیڅ عکس العمل نه ښکاره کوي.

په دی اړه مو د کابل د علما د شورا له رئیس عبدالبصیر حقاني سره خبرې کړي دي.

"د انسان ورکول هغه کلتور چې په افغانستان کې رواج دی د اسلام له نظره حرام دی، د افغانستان په ځینو سیمو کې هغه کسان چې د قتل او یا هم د پور په بدل کې ښځه ورکوي د اسلام د دین له نظره سم کار نه دی."

په همدې حال کې افغان حکومت وايي، د قانون د پلې کولو په اړه هڅې روانې دې او ټینګار کوي چې خلک هم باید قانونو ته درناوی وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسن مرتضوی.

"خلک دی د افغانستان د اساسی قانون سره سم خپلې کړنې تنظیم کړي، د افغانستان حکومت هڅه کوي ترڅو اساسي قانون عملي جنبه پیدا کړي."

افغانان تر ډېره په جرګو او عنعنوي رواجونو اعتماد لري، خو یو شمېر مدني فعالان وایي چې د حج او اوقافو وزارت باید د ممبرونو له لارې د ښځو د حقونو په اړه معلومات وکړي تر څو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له منځه ولاړ شي.

دوی له حکومت نه هم غواړي چې په لرو پرتو سیمو کې د افغان نجونو لپاره د زدکړو زمینه برابره کړي.

راپور: ابراهیم صافی