"حکومت د انتخاباتو تر سره کېدو په اړه اراده نه لري"

د نوې کرښې په نوم د یوه مدني سازمان مسؤلین له افغان حکومته غواړي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات په ټاکلي وخت ترسره کړي.

د دې سازمان غړې منیژه وایي، د حکومت له اوسنیو فعالیتونو داسې ښکاري چې په خپل وخت د انتخاباتو ترسره کېدو ته اراده موجوده نه ده او دا امکان شته چې انتخابات د میزان په ۲۴ ونه شي.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شا حسین مرتضوی ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره لومړني ګامونو اخیستل شوي اوحکومت هڅه کوي چې په ټاکلي وخت انتخابات ترسره شي.

له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم ویلي، که حکومت په وخت بودجه ورنه کړي، ممکن د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په ټاکلې مودې، یعنې د تلې په ۲۴ ترسره نه شي.