د کندزـ تخار لویه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

د کندز د امنیې قوماندانې چارواکي وايي چې تېره شپه د افغان ګډو ځواکونو د کند – تخار د لويي لارې د خلاصېدو په هدف تصفیوي عملیات پیل کړي ؤ چې په پايلې کې دغه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.

د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ وايي چې په دې عملیاتو کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه یې ټپيان شوي دي.

ښاغلي جنګل باغ زیاته کړه چې اوس مهال د ښه امنیت په خاطر په دې لارې کې تازه امنیتي ځواکونه ځاي پر ځاي شوي دي او خلک کولاي شي په ډاډه زړه تک را تک وکړي.

هغه زیاته کړه:

"د کندز – تخار لویه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه او اوس مهال خلک کولای شې په دې لارې باندې تخار – کندز ته تک را تک وکړياو په دې جګړه کې ۱۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۶ تنه یې ټپیان شوي دی."

جنګل باغ زیاته کړه چې تېره شپه افغان ګډو ځواکونو د کندز په دشت ارچې ولسوالۍ کې هم تصفیو عملیات پیل کړي و چې په پایلې کې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپیان شوي دی.

د یاد ونې وړده چې دغه لویه لاره څه باندې یوه اوونۍ د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړي له کبله د ترافیکو پر مخ تړلي وه چې نن شنبې د سهار ۶ بجې بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.