د پکتیا، خوست او کونړ ولسونو له افغان پوځ نه ملاتړ وکړ

پرون په پکتیا، خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د یو شمېر غونډو په ترڅ کې خلکو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړ او د حکومت د مخالفو وسله والو ورستي بریدونه یې وغندل.

په پکتیا کې د ولایتي ادارې په همکارۍ راټولو شویو دیني عالمانو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې له حکومت وغوښتل چې مرکزي حکومت دې د افغان علماوو لپاره دارلفتاوې جوړه کړي، چې د دې هېواد لپاره له نورو ځايونو څخه د جنګ فتوې ورنه کړل شي.

د خوست په ملي لوبغالي کې راټول شويو زرګونو کسانو هم د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ او د کابل د وروستي برید قربانیانو ته يې هم زرګونه سي سي وینه ورکړه.

د ننګرهار په غني خېلو کې بیا د شینوارو د شپږو ولسوالیو چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په خپله غونډه کې د حکومت د مخالفو وسله والو وروستي بریدونه وغندل.

په کونړ کې راټولو شویو چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو هم په افغانستان کې وروستي بریدونه وغندل او له حکومت څخه یې د هغو کسانو پر ضد د اقدماتو غوښتنه وکړه چې د دوی په وینا په حکومتي ادارو کې د وسله والو خواخوږي دي.