د پاریس د حملو مشکوک طراح عبدالسلام په عمدي قتل تورن شوی

د پاریس د حملو مشکوک طراح صلاح عبدالسلام په بروکسل کې له پولیسو سره د نښتې په خاطر په عمدي قتل تورن شوی دی.

عبدالسلام پرون د بلجیم په یوه محکمه کې د قاضي په وړاندې حاضر شو.

د مارچ په ۱۵مه څلور پولیس افسران هغه مهال برسیرن ټپیان شول چې د پلازمینې بروکسل په یوه ناحیه کې د یوه تش اپارتمان د تلاشۍ لپاره ولاړل.

پولیسو یو الجزایری مشکوک تروریست په ډزو وواژه او هلته یې د عبدالسلام د ګوتو نشان هم وموند.

له دې درې ورځې وروسته پولیسو عبدالسلام چې د بروکسل په یوه بله سیمه کې پټ شوی و، وموند.

نوموړی د نوامبر په ۱۳مه د پاریس د هغو حملو په تنظیمولو مشکوک دی چې ۱۳۰ کسان یې ووژل.

پولیسو له عبدالسلام څخه له هغو درېیو کسانو سره چې د مارچ په ۲۲ مه نېټه یې د بروکسل پر هوايي میدان او د مترو پر یوه سټیشن برید وکړ او ۳۲ کسان یې ووژل د احتمالي اړیکو په اړه هم تحقیقات کړي دي.

تمه ده چې عبدالسلام به په راروانو اونیو کې فرانسې ته وسپارل شي.