په کونړ کې د ماین چاودنې دوه محلي پولیس وژلي

د کونړ په مروره ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوه محلي پولیس ووژل شول.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل ازادي راډیو ته وویل، دوه سیمه ییز پولیس په موټر سایکل سپاره او په ګزمه بوخت و چې پرې د سړک غاړه ماین چاودنه وشوه او دواړه ووژل شول.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یادې پېښې مسولیت پر غاړه اخستی دی.