د افغانستان د وضعیت په اړه د روسيي نظرد ناټو سره ورته دی

د ناټو لپاره د روسیې دایمي استازي الکساندر ګروشکو

روسیه په دې باور ده چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې د ناټو سره نظر ورته دی.

د ناټو لپاره د روسیې دایمي استازي الکساندر ګروشکو د چهارشنبې په ورځ خبریالانوته په بروکسل کې د ناټو او روسیې تر غونډې وروسته وویل:

"د افغانستان د وضعیت په اړه یو ګډ درک شته. زه په دې فکر یم چې موږ تاسو ټولو ته یو ډول امنیتي ګواښ متوجه دی. زما مطلب ناټو او روسیه دي، دا د اطلاعاتو ډیره مهمه تبادله ده او موږ له ناټو څخه ډيرې پیاوړې اشارې ترلاسه کړې دي چې افغانستان به د ناټو د سیاسي اجنډا د سر یوه مساله وي او ناټو به له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي."

د ناټو او روسیې ترمنځ وروسته تر نژدې دوه کاله ځنډ وروسته غونډه وشوه. په دې غونډه کې د اوکراین، سوریې او پر یو شمېر نورو نړیوالو موضوعګانو هم خبرې وشوې.