بروکسل غونډه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کېږي

په بروکسل کې د ناټو او روسیې د ګډې شورا غونډه پيل شوه.

په غونډه کې نن د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کېږي.

غونډې ته د دواړو خواوو لوړ رتبه استازي ورغلي چې د اوکرایین په ختیځ کې د روانو ناکراریو د پای ته رسېدو لپاره د منسک د موافقې پر عملي کولو او پر بالتیک سمندرګي د وروستیو پوځي لانجو د حل پرلارو چارو به هم خبرې وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرګ وویل چې د ناټو او روسیې د ګډې شورا په غونډه کې به د افغانستان پر جګړه او د پوځي همکاریو د ښه کولو پر لارو خبرې وشي خو دا له روسیې سره د اړیکو د عادي کېدو معنی نه لري او هدف یې یوازې د نظر تبادله اود شفافیت رامنځ ته کول دي.

ستولتنبرګ وویل زیاته کړه:

​"موږ له ډیالوګ او خبرو ویره نه لرو. موږ نظرونه تبادله کړو."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پرون د دې غونډې په اړه وویل:

"تر اوږدې مودې وروسته، د ناټو او روسیې په ګډه شورا کې دایمي استازي په دومره لوړه کچه غونډه کوي، موږ په دې اړه د ناټو وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړ، هغوي موږ ته وړاندیز وکړ خو له اروپايي اتحادیې سره د اړیکو په څېر، موږ دلته هم په ډېر وضاحت ورته ویلي چې دا به د پخوا په څېر یوه اړخیزه لوبه نه وي، د غونډې اجندا یوازې هغه مسایل نه دي چې د ناټو غړي علاقه ورسره لري، بلکې د روسیې د فدراسیون لپاره هم مهم دي."

په ناټو تړون کې د روسیې دایمي استازي الکساندر ګروشکو پرون خبریالانو ته وویل چې د افغانستان پر امنیت، د اوکرایین د حالاتو د کرارۍ لپاره د منسک د موافقې پر عملي کېدو او د ناټو د پوځي فعالیتونو پر څرنګوالي خبرې کوي.

الکساندر ګروشکو زیاته کړه:

"په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو او له تروریزم سره د مبارزې پر څرنګوالي به بحث کوو."

د ناټو او روسیې ګډې شورا په ۲۰۱۴میلادي کال کې له اوکرایینه د کریمیا د جلا کولو او له روسیې سره تر الحاق وروسته، غونډه نه وه کړې.

د دواړو ترمنځ په سوریه کې د مسکو د پوځي عملیاتو تر پيل وروسته اړیکي لا خراب شوو.

دوې اونۍ وړاندې د روسیې دوو جنګي جټ الوتکو د بالتیک په نړیوالو اوبو کې د امریکا یوې کشفي بېړۍ ته نږدې پوځي مانورونه وکړل چې د روسیې او ناټو اړیکو ته یې یوه بله ضربه هم ورکړه.

د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو سفیران نن په بروکسل کې پر دې ټولو مواردو خبرې کوي.