د افغان حکومت او طالبانو د سیاسي جوړجاړي د هڅو ملاتړ کوو

واشنګټن وايي چې د افغان حکومت او طالبانو د سیاسي جوړجاړي لپاره د هڅو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت یوه چارواکي انټرفاکس خبري اژانس ته پرون سې شنبې وویل:

"موږ د روان کړکېچ د حل لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د هر داسې سیاسي جوړجاړی منلو ته تیار یو چې په پایله کې یې ډاډ ترلاسه شي چې طالبان او د حکومت نورې مخالفې ډلې له تشدده لاس اخلي، له نړیوال تروریزم سره اړیکې پرې کوي او د دې هېواد اساسي قانون مني."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د دې چارواکي نوم نه دی اخیستل شوی.

هغه د افغانستان په اساسي قانون کې د ښځو او اقلیتونو د حق خوندیتوب ته ځانګړې اشاره کړې ده.