ناټو او روسیه د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کوي

د ناټو او روسیې ګډه شورا به چې نن چهارشنبې په بروکسل کې جوړېږي، د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړي.

دا په تېرو دوو کلونو کې د ناټو او روسیې د ګډې شورا لومړۍ غونډه ده چې د ناټو د غړو هېوادونو او روسیې استازي به ګډون په کې لري.

ناټودا خبر تائید کړی دی.

په دې تړون کې د روسیې دایمي استازي الکساندر ګروشکو پرون خبریالانو ته وویل چې د افغانستان پر امنیت، د اوکرایین د حالاتو د کرارۍ لپاره د منسک د موافقې پر عملي کېدو او د ناټو د پوځي فعالیتونو پر څرنګوالي به خبرې وشي.

الکساندر ګروشکو:

"په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو او له تروریزم سره د مبارزې پر څرنګوالي به خبرې کوو."

د دې تړون عمومي منشي ینز ستولتنبرګ ویلي چې دا غونډه له روسیې سره د اړیکو د نورمالتیا معنی نه لري او هدف یې یوازې د نظر تبادله اود شفافیت رامنځ ته کول دي.